امنیت

يوشمير تښتول شوي کسان دطالبانو له بند څخه ازاد کړاى شول .

کابل باختر د سلواغې  اتلسمه :
دفارياب له ولايت څخه دورستيو رارسيدلو خبرونو له مخې طالبانو له سلو تښتول شويو مسافرانو څخه له څو ساعتونو وروسته څلور نوي تنه يې ازاد کړل .
داندخوى ولسوال سلطان سنجر  دباختراژانس خبريال ته وويل  له شپږو تنو پرته ټول تښتول شوي  کسان دطالبانو له بند څخه ازاد او د ٣٠٤ مسافروړونکي سرويس په واسطه بيرته داندخوي ولسوالۍ ته وليږدول شول .
   سنجر زياته کړه: طالبانو دغه کسان پرون سهار ددولت اباد  اوقرمقول  دولسواليو ترمنځ ميرزاقم دځنګله  له ساحې څخه له ځان سره بيولي وو چې دتيرې شپې په نيمايي  کې هغوى ازاد کړل او يواځې شپږ تنه يې چې له  ځان سره کارت او تذکرې نه لرلې د طالبانو په بند کې دي .
دجبل السراج  دمسافر وړونکي دشرکت يوه خبرځاى وايي چې ټول مسافران عادي کسان وو او دکارلپاره ايران ته روان و .
داپه داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ  مخکې طالبانو په همدې سيمه کې داووکرولا او سراچه ډوله  موتروسپرلۍ تښتولې وې او يوه ورځ وروسته يې خوشې کړې وې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته