امنیت

په کندز کې د اسلامي امارت ځواکونو پوځي پرېټ اجرا کړ

کابل / د وږي ۱۱مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت ځواکونو پرون مازيګر په کندز کې پوځي پرېټ اجراکړ.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ د اسلامي امارت ځواکونو او د کندز سلګونو خلکو له هېواده د امريکايي ځواکونو د بشپړ وتلو په ویاړ پوځي پرېټ اجرا کړ.
د کندز ولايت مرستيال مولوي محمد شاکر سعد له هېواد څخه د امريکايي ځواکونو د بشپړ وتلو په مناسبت د کندز خلکو ته مبارکي وويله او له هغوی څخه يې وغوښتل چې د هېواد په بيا جوړولو کې له اسلامي امارت سره يوځاى شي او خپل هېوادنى پور ادا کړي.
دغه راز په دغو مراسمو کې په شمال ختيځه حوزه کې د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسيون مسوول مطيع الله روحاني وويل چې له دې وروسته افغانان بايد يو بل ته لاسونه سره ورکړي او د هېواد د بيارغاوني او پرمختګ لپاره هڅې وکړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته