ټولنه

د ناورین د ګواښونو د کمښت نړیواله ورځ ونمانځل شوه

متون باختر د تلې د میاشتې ۲۳ مه
په خوست ولایت کې د ناورينونو د ګواښونو د کمښت نړيواله ورځ ونمانځل شوه.
د باختر ژانس د خبر له مخې:
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د خوست ولايت مرستیال شیرباد شاه ارګوني د دغې ورځې په ارزښت د هر اړخېزې وینا ترڅنګ وویل چې د روان کار په اوږدو کې د متون ښار په ګډون په ولسوالیو کې هم زیانمنو کورنیو ته د اړتیا وړ توکي ویشلي دي.
ارګوني زياته کړه چې ولایتي اداره تل هڅه کوي،چې هغه کورنۍ چې د طبعي پېښو او يا هم د جنګ جګړو له امله زیانمنې شوې وې مرستې ورته ورسوي او لاسنيوی يې وکړي.
په همدې حال کې د پکتيا د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست سرپرست شریف الله بيا وویل چې دراتلونکي کال لپاره يې هم پلان ترتیب کړی او په نږدې راتلونکي کې به یې له اړوند ادارو او موسیسو سره هم شریک کړي.
د ولایتي شورا منشي نورشاه نوراني وویل چې په دغه برخه کې دې لا هم هڅې وشي، څو هرې پیښې ته پرخپل وخت لاسرسی وشي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته