خبرونهاقتصاد

په سمنګانو کې څاروي زيات شوي

 کابل، د زمري ۱٥ مه، باختر

په سمنګانو کې څاروي د تېر کال په نسبت ٧٠ سلنه زيات شوي دي.

د سمنګانو د کرنې رياست د مالدارۍ او د څارويو د روغتيا آمر ډاکتر اکرام الدين

محمودي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې تېر کال د سمنګانو ولايت په مرکز او ولسواليو  کې د څارويو  شمېر يو ميليونه ٩٨٠ زره وو خو په روان کال کې ٣ ميليونه ٣٤٠ زرو ته زيات شوي دي.

محمودي څرګنده کړه په دې وروستيو وختو کې د وچګالۍ او په څړځايونو کې د وښو نشتوالى د دې سبب شوی چې په سمنګانو کې د څارويو بيه زياته ټيټه شي.

هغه وويل چې اوس د يوه پسه بيه  ٨ زره افغانۍ ده.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا