سیاست

جمهوررئیس غني: د ټاکنو د ترسره کولولپاره د ملي یووالي حکومت اراده پیاوړې ده

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې ١٢ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د کابینې نننۍ ناستې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د څرنګوالي په اړه بحث وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې ناسته کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، جمهور رئیس په ټاکلي وخت د پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په ترسره کولو د ټینګار په ترڅ کې وویل، د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د ملي یووالي حکومت اراده مطلقاً پیاوړې او هر اړخیزه ده.
جمهور رئیس زیاته کړه، د کورنیو چارو وزیر تر نظر لاندې په یوه کمېټه کې به د ټاکنو امنیتي تدابیر ترسره شي او د مالي چارو انسجام یې د مالیې د وزیر تر مدیریت لاندې په یوه بله کمېټه کې ترسره کېږي.
محمد اشرف غني وویل، د ټاکنو د قانوني چوکاټ عمومي کارونه به د جمهور رئیس د دویم مرستیال له لوري د عدلیې د وزیر په همکارۍ عیار شي او هیله ده چې پارلمان به ډيرژر په ممکنه فرصت کې کې تقنیني فرمان تائید کړي.
جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د ټاکنو د ترسره کولو لپاره واضح کاري برنامه وجود لري او ټول باید پوه شو چې د ټاکنو ترسره کول د افغانستان د ملت هیله او غوښتنه ده.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته