کابل باختردمرغومي دمياشتې ٩ :
د فراه ولايت پوليسو يوه اته کسيزه ډله انسان تښتوونکي ونيول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: د فراه ولايت دپوليسو منسوبينو يوه اته کسيزه ډله انسان تښتوونکي په فراه ښارپورې اړوند په قلعه محمدکلي کې تثبيت او د هغوى په نيولو سره يې د فراه ښار يو اوسيدونکى چې څه موده مخکې تښتول شوى و؛ آزاد کړ.
د يوبل خبرله مخې : دهلمند ولايت دپوليسو منسوبينو د وسايطو ضد دوه ماينونه شنډکړل چې د وسله والو طالبانو له خوا ددغه ولايت دسنګين ولسوالۍ په واټ کې ښخ کړى شوى و.
ددغې پيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ