خبرونهامنیت

په سمنګانو کې ۱۴ تنه د جنايي جرمونو په تور ونیول شول

 کابل، د وږي ۳۰ مه، باختر

د سمنګانو امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې ۱۴ تنه د بېلا بېلو جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسؤل منیررحیمي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې په تېره یوه میاشت کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲ ښځو په ګډون ۱۴ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د نیول شویو کسانو دوسیې له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونوته سپارل کېږي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا