
کابل / وږي ۲۰ مه / باختر
د سمنګانو د مرکز ایبک په رباتک سیمه کې د افغانستان اسلامي امارت د موسسو کمېسیون له ۲۴۳ بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په سمنګانو کې د اسلامي امارت د موسسو مسوول وايي چې په یاده مرسته کې پر هرې کورنۍ ۱۶ کیلو دال او دوه بورۍ اوړه ووېشل شول.
ن/ر