سیاست

اروپايي اتحاديه له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي

کابل باختر دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون د اروپا اتحاديې له پارلماني هيئت سره په سپيدار ماڼۍ کې د خپل کار په دفتر کې وکتل.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دهېواد اجرائيه رييس په دې کتنه کې افغانستان ته د دغه هيئت د راتګ له امله ښه راغلاست ووايه او په  بېلابېلو برخو کې يې له افغانستان سره د اروپا د پارلمان د هميشني ملاتړ له امله مننه او قدرداني وکړه .
په دې کتنه کې اجراييه رئيس په افغانستان کې د سياسي، اقتصادي او امنيتي حالت په باب روښان تصوير وړاندې کړ او د افغانستان او اروپا اتحاديې ترمنځ يې د همکاريو د دوام غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې د اروپا اتحاديې هيئت په وروستيو کلونو کې په افغانستان کې له مثبتو بدلونونوڅخه خوښي څرګنده کړه او دپارلماني انتخاباتو د ترسره کولو له امله يې  مبارکي وويله .
دوى دغه راز له افغانستان او دسولې له خبرو سره د اروپا د پارلمان ملاتړ څرګند کړ.
په دې کتنه کې دغه راز د سولې، د سولې د خبرو اترو ، د جمهوري رياست د انتخاباتو، د افغانستان د سيمه ييزو اړيکو او په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په لاره کې د سيمې د هېواد ونو د همکاريو د کچې په باب خبرې اترې وشوې.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته