خبرونهټولنه

په سمنګانو کې ۳۰۰ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوه

 کابل، د لړم ۲۱ مه، باختر

د سمنګانو سیمه ییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د یوې موسسې په مالي ملاتړ ۳۰۰ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د سمنګانو د وچې مېوې د اتحاديې رييس عبدالخالق د باختر آژانس سیمه ییز خبريال ته وويل چې په دغه مرکز کې ډېری هغه ښځې کار کوي چې بېوزله دي او د خپلو کورنيو پالنه کوي.

په ورته وخت کې د سیمې خلکو په دغه کار خوښي څرګنده کړې ده.

بهیر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا