امنیت

د کابل ښار لپاره نوې امنیتي طرحه او د خلکو غوښتنې

-کابل/ د چنګاښ ۲۵ مه / باختر
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی سلاکار پرون یوې خبري غونډې ته وویل چې د کابل ښار امنیت د خوندي کولو لپاره یې ( امنیتي میثاق) تر نامه لاندې نوې طرحه جوړه کړېده، چې په عملی کېدو سره به یې د ښار امنیت ښه شي او په راتلونکې کې به دا طرحه په نورو ولایتونو کې هم عملي شي.
د باختر آژانس مفسر نوې امنیتي طرحې اوهمدارنګه د خلکو غوښتنو او هیلو ته کتنه کړېده او لیکي:
په کابل کې له څه مودې راهیسې غلاوو، هدفي وژنو او نورو ګڼو جنایي پیښو زور اخیستی دی. کابل ښاریانو تل له امنیتي ادارو او په ټوله کې له حکومته غوښتنه کړېده چې د جنایت کارانو پر خلاف غوڅه مبارزه وکړي او د وی ته په ښار کې د آرام سوله ییز ژوند فضا برابره کړي. امنیتی میثاق طرحه نوې ده او په اړه یې لا پوره تفصیل نشته، خو د کورنیو چارو وزارت وایي چې دا طرحه د ښار د امنیتي حالت په ښه کولو او د جنایي پېښو په کابوکولو کې اغېزمنه او ګټوره ده.
د نړۍ د لویو ښارونو امنیتي تجربې جوتوي چې جنایي ډلې په ښارونو کې په خورا مهارت کار کوي. دوی لومړی کوچنۍ کوچنۍ ډلې جوړوي او بیا دا کوچنۍ ډلې یوه له بلې سره اړیکې ټینګوي او سترې شبکې رامنځ ته کوي. دا شبکې بیا کوښښ کوي چې په دولتي ادارو کې په تېره بیا په هغو ادارو کې چې د قانون د تنفیذ، تطیق او ساتنې مسوولیت لري، نفوذ وکړي او هلته خپل ملاتړي ومومي. دا د جنایي ډلو د کار او فعالیت لپاره یو عام فورمول دی. په دغه راز حالت کې د امنیتي مسوولینو لپاره ډېره مهمه خبره دا ده چې غلو، داړه مارانو، قاتلانو او نورو جنایت کارانو ته اجازه ور نه کړي چې دوی کوچنۍ ډلې او بیا سترې شبکې جوړې کړي. پر بلې وینا د کوچنیو ډلو او سترو شبکو د جوړولو لپاره د جنایت کارانو هڅې باید په همغه لومړي ګام کې شنډې کړای شي. دا موخه هغه مهال تر لاسه کېدای شي چې امنیتي ادارې د ټولو جنایت کارانو په اړه دقیق او کره معلومات ولري، د هغوی هویت ورته ښه معلوم وي،  د هغوی د اړیکو او ارتباطاتو کانالونه ورته معلوم وي، د هغوی هر ګام وڅاري او تعقیب یې کړي.
که جنایي ډلې وکولای شي چې په ښار کې مافیایي شبکې جوړې کړي، نو بیا د امنیتي ادارو دنده دا ده چې دا شبکې د قانون په رڼا کې وځپي او هغوی ته د پراخ فعالیت او په دولتي ادارو کې د ملاتړیو د موندلو فرصت او وخت ورنه کړي. په دې برخه کې د خلکو همکاري ډېره مهمه ده. د هرګذر وکیل او د هر جومات امام او همدرانګه په هره کوڅه کې مخور او سپین ږیري باید له اړوندو امنیتي ادارو سره د غلو او نورو جنایت کارانو په پېژندلو کې مرسته او همکاري وکړي. له غلو او نورو جنایت کارانو سره باید دا ویره وي چې دوی د خلکو تر نظر لاندې دي او خلک له امنیتي ادارو سره همکاري کوي.
هیله مو دا ده چې په امنیتي میثاق کې دا ټول ټکي په پام کې نیول شوي وي او د دغې نوې امنیتي طرحې  په تطبیق سره د کابل امنیتي حالت ښه او د ډاډ وړشي.
پاى-ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته