
کابل، د مرغومې ۱۰مه، باختر
د سمنګانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې یې ۵ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي راټول او سوځولي دي.
د سمنګانو د عامې روغتیا رئیس ملا محب الله بهاري د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د ۳ میاشتو په موده کې یې د درملتونونو او هټیو څخه ۵ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي راټول کړي او له منځه یې وړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د تاریخ تېره درملو او خوراکي توکو راټولول نه یوازې روغتیا ته ګټور دي بلکې، د عامې روغتیا له اساسي مسوولیتونو څخه ګڼل کېږي.
هغه ډاډ ورکړ، چې هڅه کوي په ښار او لرې پرتو ولسوالیو کې د تاریخ تېره درملو او خوراکي توکو د پلور مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د سمنګانو د عامې روغتیا ریاست ۲.۵ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي له منځه وړي وو.
لمر