امنیت

وسله والو غلو نن سهار يوتن دکابل ښار دباغ بالا په ساحه کې وواژه

کابل باختردثور ٢٤مه :
نقاب لرونکو  کسانو نن سهار دنهو بجو په شاوخوا کې يوتن دکابل ښار دباغ بالا ددهن نل  په ساحه کې  وواژه .
دباختراژانس دخبرله مخې، عيني شاهدان وايي چې نقاب لرونکو کسانو يوسړى دکابل ښار په څلورمې ناحيې پورې اړوند اريوب سينما ته څيرمه دتومانچې په ډزو سره وواژه اودهغه  بکس يې دده له موټر  څخه له ځان سره يووړ .  دکابل دپوليسو  سرچينې دکابل ښار په څلورمې  ناحيې پورې اړوند ساحه کې دغه پيښه تاييدوي خو دجزئياتو له وړاندې کولو څخه دډه کوي .
  ختم_ عطاالله_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته