امنیت

ددوو تنو ملکي وګړو مړي په بادغيس ولايت کې ترلاسه شول .

کابل _باختر دوري اته ويشتمه :
دبادغيس ولايت امنيتي مسوولين وايي چې ددوو تنو ملکي وګړو مړي يې دبالامرغاب _ مقر ترمنځ واټ کې ترلاسه کړي دي .
دبادغيس ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال شرف الدين شرف باختراژانس ته وويل چې دغه دوه تنه پرون مازيګر دموټرسايکل په سپرلى دبالامرغاب له ولسوالۍ څخه دمقر ولسوالۍ ته روان و چې دناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا ووژل شول .
  ده زياته کړه چې دغه پيښه دوسله والو طالبانو تر نفوذ لاندې سيمې کې شوې ده خو پوليسو ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته