کابل / دچنګاښ ٩مه / باختر :
په قندهار کې له سلګونو اړو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه .
دغه مرسته دنړۍ دخوړو دسازمان له خوا برابره شوې وه .
دقندهار درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دې پړاو کې په ٥٦٠ اړو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول .
په دغو مرستوکې اوړه ، وريجې ، غوړي ، دال ، بوره اومالګه شته .
زياتره هغه کورنى چې دغه مرستې ترلاسه کړي دي دکرونا ويروس دخپرېدو اودقرنطين دلګولو له امله خپل کار له لاسه ورکړي دي او دهغوى اقتصاد ته جدي زيان اوښتى دى .
ختم _ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ