ورزش

دآرش ټيم دهرات دسياليو اتل شو .

کابل باختر د کب  نهمه :
په هرات کې له شپاړلس  کلنۍ څخه ښکته دفوټبال سيالۍ دارش دټيم په اتلوالي سره پاى ته ورسيده .
دهرات دفوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغه سيالۍ کې د ٢٣ ټيمونو په ګډون  څه موده مخکې  په هرات کې پيل شوې وې . په پاى کې دارش او سرخ پوشانو ټيمونه  وروستي پړاوته  لاره وموندله او د وروستي  پړاو په لوبه کې دارش ټيم دسرخ پوشانو  ټيم ته ماتې ورکړه او دغه  ټيم دهرات د ١٣٩٥ کال له شپاړلس کلنې  څخه ښکته داتل په توګه وپيژندل شو .
دغه راز دارش او پيمان ټيمونه دويم او دريم مقامونه وګټل او  دپامير ټيم ته داخلاق کب ورکړ شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته