ټولنه

دبادغيس يو شمير خلکو دملي پيوستون له اسانتياو څخه ګته واخيسته

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
په بادغيس ولايت کې دملي پيوستون دپروګرام دلسو  ټولګټو پروژو کار بشپړ او يوشمير خلکو له هغو څخه  ګټه واخيسته .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت داطلاعاتو اوعامه اړيکو رياست باختر اژانس ته خبر ورکړ : ددغوپروژو کار  داتلسو مليونو څلور سوه پنځو زرو افغانيو په لګښت دبادغيس ولايت په مرکز قلعه  نو ښار کې بشپړ شوي دي .
په دغو پروژو کې دڅښاک داوبو دزيرمې محافظوي  او استنادي ديوالونو ، ټولنيزو  مرکزونو  ، پلګوټو ، داوبو لګولو دکانال  ،   جوړول  دڅښاک داوبو  دڅاه ګانو کيندل ا ودسړک جوړول   او کريړ اچول  شامل دي .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دملي پيوستون  دپروګرام په بادغيس ولايت کې دفعاليت له پيل  څځه تراوسه پورې دترانسپورت  ، داوبو رسولو  انرژي  ، داوبو لګولو  کانالونو  روزنې او دبديل دژوندانه  په برخو کې ١٧١٩ پروژو کار بشپړ  او ګټې ا خيستني ته يې سپارلې دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته