امنیت

په بلخ کې ۱۹ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل / د چنګاښ ۷مه / باختر
شپاړلس وسله وال طالبان په بلخ کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل چې ١۶ وسله وال طالبان د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ په پيازکار ساحه کې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د دفاعي او امنيتي ځواکونو د عملياتو په بهير کې ووژل شول.
هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ۳ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او جنګي وسايل يې ويجاړ شول.
ختم-شکريه -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته