اقتصاد

دافغاني سوداګرو په مالونو بار وسايط واګه ته ځي

کابل باختردتلې دمياشتې ٢٣ :
دسوداګرۍ او صنايعو وزير ډاکترانوارالحق احدي نن خبريالانو ته وويل  چې له دې وروسته به دافغاني سوداګرو په مالونو باروسايط واګه ته لاړشي
په تيرو وختونو کې  دسوداګرو مالونه ترپيښور پوري دافغاني وسايطو په واسطه ليږدول کېدل اوله پيښور څخه بيا په پاکستاني بار وړونکو وسايطو کې باريدل اودواګه بندر ته ليږدول کېدل .
دباخترا ژانس دخبريال دخبرله مخې  افغاني هيئت  چې  دهمدي مسلې په اړوند دخبرو لپاره پاکستان ته تللي و ددغې موضوع په باره  کې يې له پاکستاني مقاماتوسره موافقه وکړه .
دده دڅرگندونوله مخې  هيئت په دې سفر کې له پاکستاني مقاماتوسره  دترانزيتي مسلو په باب هم  خبري کړي دي .
احدي زياته کړه موږ هيله لرو  چې  دپاکستان حکومت  له افغاني هيئت سره  موافقې ولري  ، رښتينې و اوسي اوپه عمل لاس پوري کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته