نړۍ، د غوايي ۲۶ مه، بهرنۍ رسنۍ
د روسیې کرېملېن ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه هېواد ولسمشر ویلادیمیرپوتین روانه اونۍ کې د مې میاشتې پر ۱۶ مه او ۱۷ مه نېټه بېجینګ کې د خپل چینایي سیال شي جینګ پېنګ مېلمه وي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چونیینگ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دواړه مشران به د روسیې او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، بېلابېلو برخو د همکاریو پر دوام او یو شمېر مهمو نړیوالو مسایلو خبرې وکړي.
د څلورم ځل لپاره د روسیې د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته دا د پوتین لومړنی بهرنی سفر دی، چې چین ته یې ترسره کوي او دوه ورځې به دوام وکړي.