سیاست

تبصره:

 

کابل_باختر د ثور دمياشتې ٨:

نن د ثور د مياشتې اتمه د افغا نستان د مجاهدينو د برياليتوب له کاليزې سره برابره ده. دوى له نن ورځې څخه يوويشت کاله مخکې له ١٤ کلونو مبارزو او هلو ځلو وروسته وکولى شول اسلامي انقلاب بريالي کړي او په فاتحانه ډول پايتخت ته ننوځي.

دباختر آژانس مبصر ليکي : يوويشت کاله مخکې په همدې ورځ مجاهدين له ١٤ کلونو سختو او پرله پسې مبارزو وروسته په فاتحانه ډول کابل ته ننوتل. دغه برياليتوب د سره پوځ او د وخت د شوروي ترملاتړ لاندې حکومت پرخلاف د افغانانو د څوارلس کلن  مقدس جهاد حاصل و.

د اسلامي انقلاب برياليتوب زموږ د هيواد په تاريخ کې د خلکو د وياړنو يو بل فصل پرا نيست چې د يو مليون تنو شهيدانو او د سلګو نو زرو تنو معلولينو او معيو بينو د وينې په بيه تر لاسه شو.

د ثور اتمه، دمجاهدينو د وياړ او رښتينولى سندبلل کيږي چې د جهاد ، مقاومت او د خپلواکى غوښتنې فرهنګ يې پراخ بنسټه کړ او هغه ته يې داسې قوت وروبخښه چې هيڅکله به ور ته زيان او تا وان  ونه رسيږي.

د ثور اتمې وښودله چې څه ډول افغان مجاهدينو په وږى نس، بربنډو پښو اوپه زياتوستونزو سره، خو د ايمان په قوت سره په عاشقانه ډول د هندوکش ، بابا او د سليمان د غرونو په درو او رغونوکې د بهرني واکمنۍ د پاى ته رسولو لپاره هلې ځلې وکړې او په پاى کې د آزادى بيرغ يې د دغو غرونو په لوړو څوکو ور پاوه او يوځل بيا يې د بهرني تيري په وړا ندې د خپل هويت او معنويت دفاع وکړه.

مجاهدين خپلې غوښتنې او آرمان ته چې د کمونيزم او د پرديو د وا کمنۍ په وړاندې برياليتوب و، ورسيدل. خو د افغانستان دښمنانو پرې نښودل چې د دې هيواد خلک د سولې او آرامى ترسيورې لا ندې ژوند وکړي. هماغه وو چې خپل مزدوران اوګوډاګيان يې صحنې ته دا خل کړل او د هيواد د ويجاړتيا زمينه يې برابره کړه.

بهرنيو لاس وهنو د مجاهدينو په وينې لوبې وکړې او د هغوى له آرما نونو سره يې جفا وکړه .

په داسې حال کې چې مجاهدينو د ملي يو والى په رڼاکې د يو داسې اسلامي حکومت د جوړولو په مقصد چې د خلکو د ارادې تمثيلوونکي وي؛ کارکاوه. د سيمې استخباراتي کړيو د تنظيمي جګړو د پروګرام په طرحه کولو سره چې د مشخصو څيرو په واسطه عملي شو؛ پوره پنځه کاله مجاهدين له ناوړو پيښو او کارنامو سره مخامخ کړل. دغوپيښو د طالبانو د غورځنګ په نامه د يوې ډلګى څرګنديدو ته زمينه برا بره کړه.

ددغې ډلګى په څرګنديدو اوپه پايتخت کې د هغوى په واکمنۍ سره، د هيواد مجاهدين يو ځل بيا يوې ملي مبارزې ته ور وغوښتل شول او هغه د پاکستان له خوا د افغا نستان د پټ اشغال په وړاندې مبارزه او مقا ومت و.

د جهاد سنګر دارانو په دغه وخت کې د جهاد او مقاومت په لور مخه وکړه. هغو کسانوچې کمونيزم ته يې ماتې ورکړه؛ دې ته اړ شول چې د جاهلو طالبانو د وسله والوکسانو په وړاندې چې  د تروريستي کړيو لپاره وسيله وه، ودريږي. دترو ريستو طالبانو واکمنۍ هم ونه کړاى شول د آزادى شين نيالګى چې د مجاهدينو له خوا روزل شوى و؛ وچ کړي. خو دغو دوو پيښو د سره پوځ تيري او د طالب ډوله تروريستانو تور يرغل په آزادى کې د ژوند لپاره د افغا نستان دخلکو هوډ لاپسې پياوړي او قوي کړ. دغه ورځ د افغانستان په تاريخ کې ځانګړى ارزښت لري.

دافغا نستان خلک د ثور د اتمې په نمانځنې سره يوځل بيا د خپلو ملي او هيوادنيو ارزښتونو او د ديني هويت او اعتبار د ساتنې لپاره خپله ژمنه نوى کوي . سره له دې چې د ثور اتمه د اسلا مي انقلاب د برياليتوب د ورځې په توګه نمانځل کيږي؛ خو ددغه انقلاب د يو مليون تنو شهيدانو وارثانو ته دومره پاملرنه نده شوې.

نن ورځ هغه کونډې ښځې او يتيمان چې د خپلو کورنيو ډوډۍ راوړونکي يې د آزادى د تر لاسه کولو او د اسلامي انقلاب د برياليتوب لپاره له لاسه ورکړي دي، په محروميت کې ژوند کوي او نن ورځ هغو زرګونو تنو معلولينو او معيوبينو ته چې په خپل وجودکې يې د جهاد او مقاومت نښو نښانو ته ځاى ورکړى دى؛ په سمه توګه پاملرنه نه کيږي. دا د افغانستان په دولت پورې چې ځان د اسلامي انقلاب د ارزښتونو ملاتړى بولي او ددغه په خلکو پورې چې ددغوشهيدانو د وينې په ثمره اود زرګونو تنو مجاهدينو د معلوليت له امله آرام ژوند تيروي؛ اړه پيدا کوي چې يتيمانو، کونډوښځو، معلولينو او معيوبينوته پاملرنه وکړي او د بې وزلى او تنګسيا په له منځه وړلوکې دې له هغوى سره مرسته وکړي او د هغوى بچيانو ته  دې د ښې زده کړې زمينه برابره کړي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته