کابل باختر د غبر ګولي ۱۶
په لوګر ولایت کې پرون د اووه څلویښتو پروژو د جوړولو عملي کار په رسمي ډول پيل شو .
د لوګر د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا ريیس عاشق الله اخلاص باختر اژانس ته وویل چي دغه پروزې د نړیوال بانک او جرمنی هېواد په مرسته د شپیتو ملیونو افغانیو په لګښت چې په دغو پروژ کې د اوبو رسولو د اوبو کانالونه ،د څښاک د اوبو څاګانې ، ددریمېې درجې سړکونو او استنادي دیوالونو جوړول شامل دي چې د لو ګر ولایت په مرکز او خوشييپه ولسوالۍ کې عملي کیږي .
د لوګر والي محمد انور اسحاق زي ددغو پروژو د پرانیستلو په وخت کې وویل چې نه یوازی ددغو ټولګټو پروژو په تطبیق د خلکو ستونزې لری کیږي بلکی په زرګونو تنو ته د کار زمینه برابریږي .سعیده