نړۍ

په سوريې دنويو نړيوالو فشارونوته دامريکا هرکلي

دامريکا دمتحده ايالاتو دسوريې دجمهوررييس بشارالاسد دګوښه کولو لپاره دنويو نړيوالو فشارونو هرکلي کړى دى.

دسپينې ماڼې ويندوى ويلي دي چې دعربو په اتحاديه کې دسوريې دغړيتوب له ځنډولو اوداروپا داتحاديي دبنديزونو له سختوالي وروسته بشارالاسد په زياتيدونکي ډول تجريد شوي دي.

پخوا داردن باچا دويم ملک عبدالله بي بي سي ته ويلي و چې دسوريې جمهوررييسبشارالاسد بايد دخپل هيواد په ګټه دپراخو سياسي بدلونونو لپاره لاره پرانيزي او له خپل مقام څخه ګوښه شي .

ديوبل خبرله مخې داروپا داتحاديې دغړو هيوادونو دبهرنيو چارو وزيران دسوريې پرخلاف دبنديزونو دسختوالي په باب موافقي ته رسيدلي دي ددغې موافقي له مخې داروپا پانګي اچوونکو بانکونو له خوا سوريې ته دپور ورکول ځنډول کيږي او دسوريې هغو نورو اتلسو مقاماتو ته به چې زياتره يې پوځيان دي داروپا داتحاديي غړو هيوادونو ته دسفر ويزه صادره نه شي په دې ډول دسوريې په جمهوررييس بشارالاسد پورې داړوندو کسانو شمير چې داروپا داتحاديي په تورلست کې شامل دي څلوراويا تنو ته لوړشوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته