خبرونهټولنه

د کندز په خان‌آباد ولسوالۍ کې د یوه څلور لارې چارې بشپړې شوې

کابل، د لېندۍ ۲۶مه، باختر

د کندز ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په خان‌آباد ولسوالۍ کې یوه څلور لارې د یو پانګوال لخوا په شخصې لګښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ولایت والي ملا نثاراحمد نصرت د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې له نېکه مرغه په هېواد کې د بیارغونې او پراختیايي پروژو د پلي کېدو لپاره ډېره ښه زمینه برابره شوې، پانګه وال کولای شې په ازاده ډول او آرامه فضا کې په هره برخه کې پانګونه وکړي.

هغه وویل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې په ځانګړي ډول کندز ولايت کې په لسګونه پراختیايي پروژې تر کار لاندې دي، چې د یو شمېر پروژو چارې یې عملا پای ته رسیدلې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته