سیاست

پاکستان دى دافغانستان په بيا رغاونې نيوکې نه کوي .

کابل _ باختر د وري څليرويشتمه :
دخيبر پښتونخوا دپښتون ملت پال عوامي نشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان ويلي دي که هند په افغانستان کې دسړکونو او روغتونونو جوړول غواړي نوپاکستان دې بايد دهند په دغه کارنيوکه ونه کړي .
  دبي بي سي دپښتو څانګې دخبر له مخې اسفنديار ولي خان دپاکستان دملي راډيو سره  په يوې ځانګړي مرکه کې پوښتلي دى چې ايا پاکستان به افغانستان  ته ددې حق ورکړي چې دچين له خوا دبلوچستان په ګوادر بندر کې دبندر په جوړولو اعتراض وکړي .
د غه پښتون  ملت پال مشر په خپلو څرګندونو کې داهم ويلي دي چې پاکستان بايد په هغو مواردو کې  اعتراف وکړي چې په خپله هم دې ته چمتو وي چې دنورو اعتراضونه ومني او نورو ته  هم داعتراضونو دغه ډول حق ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته