امنیت

د هېواد په بېلابېلو سيموکې د ٧٥ تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
دهېواد په بېلابېلو سيموکې د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتوکې  دګډو يرغليزو او چاڼيزوعملياتو په بهيرکې پنځه اويا  تنه ډار اچوونکي وژلي دي.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ:
دغه عمليات دننګرهار ، نورستان ،لوګر ، غزني ، پکتيا ، پکتيکا، خوست ، قندهار ، فراه ، غور ، بلخ ، فارياب ، سرپل، بغلان ، تخار کندز او د هلمند  د ولايتونو په يوشمېر ولسواليو کې ترسره شول چې له امله يې٧٥تنه ډار اچوونکي  ووژل شول؛  ٨٤ تنه ټپيان او دوه تنه نوريې ونيول شول .
دغه راز د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو په دغو ګډو عملياتوکې چې د توپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ ترسره شول؛ د نورستان ولايت  د وانت  وايګل ولسوالۍ په مربوطاتوکې په ځانمرګو واسکټونو د دوو سمبالو ځوانو نجونو په ګډون ٢٧ تنه ډار چوونکي ووژل شول او ٣١ تنه نوريې ټپيان شول .
دننګرهار ولايت د هسکې مينې ولسوالۍ په مربوطاتوکې ١٩تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٢٣ تنه نوريې ټپيان شول .
دبادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې ١٥ تنه ډار اچوونکي له منځه لاړل او ١٨ تنه نوريې ټپيان شول او د پکتيا ولايت د څمکنيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ٤تنه ياغيان ووژل شول او ٣ تنه نورټپيان شول .
د خبرځاى د څرګندونوله مخې: دبلخ ولايت د چمتال، دفراه ولايت دپشت رود، د قندهار ولايت د شاه ولي کوټ او د پکتيکا ولايت د خوشامند د ولسواليو او د لوګر او غزني د ولايتونو د مرکزونو په مربوطاتوکې دملي اردو او ملي پوليسو دځواکونو دچاڼيزو عملياتوپه بهيرکې  ١٠ تنه جګړه مار طالبان وژل شوي دي او  د ملا سيداګل  په نامه د وسله والو  طالبانو د ډلې ديوه قوماندان په ګډون نهه تنه ټپيان او دوه تنه نور يې نيول شوي دي .
د يادونې وړ ده چې د دغو عملياتو په بهيرکې  دملي اردو١١ تنه منسوبين  شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته