سیاست

جمهوررئیس غني د اسلامي-عربي هېوادونو او امریکا د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړ

کابل باختر د غبرګولي لومړي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تير ماښام د اسلامي-عربي هېوادونو او امریکا د مشرانو په غونډه کې چې د سعودي عربستان پلازمینه ریاض کې په ملک عبدالعزیز مرکز  کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
ملک عبدالعزیز مرکز ته د ننوتلو پرمهال جمهوررئیس محمداشرف غني، جمهورئیس ډونالډټرمپ او د غونډې ګډون کوونکو دولتونو او حکومتونو مشرانو ته دسعودي عربستان پادشاه خادم الحرمین الشریفین اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز جلاجلاښه راغلاست ووایه.
دعربي-اسلامي هېوادونو او امریکا مشرانو، د تروریزم او په نړۍ کې له افراطیت څخه د راپیدا شوي تاوترېخوالي پر وړاندې د ګډې مبارزې په خاطر د همکارۍ په جدي او موثرو لارو  بحث او خبرې وکړې.
د دې غونډې په پای کې جمهوررئیس غني د غونډې د ټولوګډون کوونکو هېوادونو او حکومتونو مشرانود تروریزم پر وړاندې د مبارزې بین المللي مرکز د پرانیستې مراسمو کې چې تازه د سعودي عربستان دولت ریاض ښار کې جوړ کړی دی، ګډون وکړ.
دا مرکز، له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د هېوادونو تر منځ د چټکو معلوماتو او تجربو د تبادلې او د تروریزم ضد بنسټونو د مرتبط کولو په خاطر جوړ شوی دی.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته