کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٢٠ :
په ننګرهار ولايت کې شپږ تنه وسله وال طالبان تېره شپه د نښتو په بهيرکې ووژل شول .
دغه جګړې پرون ناوخته د لعل پورې ولسوالۍ بازار ته څېرمه هغه وخت ونښتې چې پوځيانو د وسله والو طالبانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
دپوليسو يوه قوماندان د دغې پيښې د تائيدولو په ترڅ کې وويل چې وسله وال طالبان په تروريستي فعاليتونو بوخت ووچې د پوځيانوله خوا پرې ډزې وشوې او ووژل شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ