خبرونهټولنه

د سر پل په مرکز کې ۱۶۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل/ د وري٢٥ مه / باختر
د سرپل د کلیو او بیا رغونې رییس وايي چې په دغه ولایت کې ۱۶۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
د سرپل د کليو او بیا رغونې رییس داملا جمعه حقيار باختراژانس ته وويل چې د یونیسف په مالي ملاتړ د دغه ولایت په آسیا باد نواباد کلي کې د څښاک اوبو یوه څاه د ۸۸ مترو په ژور والي د یاد ولایت د کلیو او بیا رغونې ریاست په همکارۍ څه د پاسه ۲ میلیونو افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. له دې څاه څخه ۱۶۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
د سرپل والي وويل چې د دغه کلي اوسېدونکي بايد د څاه ساتلو ته زياته پاملرنه وکړي، ځکه اوبه د ژوند سرچينه ده، د ځمکې ټول مخلوقات اوبو ته اړتيا لري او بايد قدر يې وکړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته