امنیت

يوه ورانکاره او تروريسته ډله وځپل شوه

کابل-باختر د تلې د مياشتې ٩
يوه ورانکاره او تروريسته ډله د انجيل ولسوالۍ د امينې قوماندانۍ د پوليسو د ځانګړو عملياتوپه بهيرکې وځپل شوه.
دغه ډله چې د آقاګل خوش پاشان په مشرۍ دولتي ضد فعايتونه ترسره کول؛ د انجيل ولسوالۍ د پوليسو د عملياتو په بهيرکې وځپل شوه.
د هرات ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالمجيد روزي وايي: دغه عمليات د انجيل ولسوالۍ د (امام شش نور) په سيمه کې ترسره شول چې په بهيرکې يې آقاګل له خپلو څلورو تنو افرادو سره ووژل شو او درې تنه نور افراد يې ونيول شول.
د دغو عملياتو په بهيرکې د دغې ډلې دوه کلاشينګوفونه، دوه تومانچې، يو څلور ډزې ټوپک او يو توغندى ويشتوونکى هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته