امنیت

د پشت کوه نومول شوى ولسوال ووژل شو

– کابل/ د ليندۍ٣٠ مه/ باختر
د هرات د پشت کوه لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى ولسوال تېره شپه له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو .
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د هرات د پشت کوه لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى ولسوال د هرات د شينډنډ ولسوالۍ په کاروان ګاه سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې له يو ساتونکى سره ووژل شو.
په نښته کې د وسله والو طالبانو دوه غړي ټپيان شول.      
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته