امنیت

د تورخم په لاره کې له يوې اندازې نشه يي توکوسره د دوو تنو نيول کيدل

کابل باختر د کب دويمه :
دوه تنه له يوې اندازې نشه يي توکوسره په ننګرهار ولايت کې ونيول شول .
نيول شويوکسانو غوښتل چې څه ناڅه پنځه ويشت کيلوګرامه هيروئين له ختيځ ولايت ننګرهار څخه جنوبي ولايت قندهار ته قاچاق کړي .
دننګرهار ولايت امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد باخترآژانس ته وويل چې نيول شويوکسانو نشه يي توکي په مهارت سره په اته ويشتو انډيوکې ځاى پرځاى او په يو موټرکې يې ايښي و .
نيول شويو کسانو دنشه يي توکو په قاچاقو اعتراف کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته