
واشنګتن باختر د وږي اوولسمه :
دامريکا پخواني جمهور رييس بارک اوباما دسپينې ماڼۍ دمديريت په حالت انتقاد کړى دى او دصداقت ، قانونمندى او پاکوالي دبيرته ستنيدو غوښتنه يې کړې ده .
ددغو انتقادونو په غبرګون کې ترامپ ويلي دي چې د اوباما د وينا دنندارې په وخت کې خوب وړى دى . اوباما چې پرون يې د ايلينوي ايالت کې له محصلانو سره خبرې کولې په بې سارې لهجې سره يې په سپينې ماڼۍ کې د ډار او دنظر داختلافونو په باب په تيرو څو ورځو کې خپره شويو رپوټونو ته اشاره وکړه او ويې ويل هغه عجيبه او غريبه خبرې اوريدل کېږي . چې دا نور مال نه دى . غير معمولي او خطرناک دى .
دامريکا پخواني جمهور رييس چې دتيرکال دجنوري له مياشتې څخه د سپينې ماڼۍ دوتلو له وخت څخه په سياسي شخړو کې له داخليدو څخه ځان لرې ساتلې و ، اوس يې په انديښنې سره غوښتي دي چې نجابت صداقت او قانونمندي دده دهېواد سياسي اخلاقو ته راستانه شي .
ختم_ ج _ اکرم