اقتصاد

په تېرو دوو کلونو کې د کرنیزو محصولاتو صادرات په بېساري ډول زیات شوي

 کابلباختر د زمري ١١مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني،  تېر ماښام د مېوو او سبو د صادراتو د زیاتوالي په اړه غونډه کې ددې برخې له مسؤولینو سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
دغه غونډه چې په ارګ کې ترسره شوه اړوندو بنسټونو د مېوو او سبو د تولید او صادراتو د وضعیت او کورنیو او بهرنیو مارکېټونو ته د لاسرسي، ترانسپورټ، بازار موندنې، معیاري انډي کولو، د اتحادیو جوړولو او د کروندګرو د کوپراتیفونو په برخو کې خپلې ستونزې بیان کړې.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي وویل، د افغانستان حکومت په تېرو دوو کلونو کې د کرنیزو محصولاتو تولید او په ځانګړي ډول د منځنۍ آسیا هېوادونو ته یې صادرولو ته ځانګړې پاملرنه کړې. یوازې روان کال له ۱۷ زره ټنو زیاته مېوه او سابه د هوایي دهلېزونو له لارې صادر شوي چې ددې کال تر پایه به دغه کچه درې زره ټنو ته زیاته شي. 
د هېواد جمهوررئیس د مسؤولینو د خبرو تر اورېدو وروسته وویل، د نړیوالو بازارونو د موندو لپاره اساسي کار پیل شوی او لا زیاتې پانګونې ته اړتیا لرو، تر څو د تولید، پروسس او انډي کول معیارونه او صادرات زیات شي.
هغه زیاته کړه، تر هغو چې خپل تولیدات په نړیوالو معیارونو برابر نه کړو زموږ صادرات پرخپلو پښو نه درېږي او هر څومره چې زموږ تولیدات معیاري شي، صادرات او محصولاتو ته بازار زیاتېږي.
جمهور ريیس غني څرګنده کړه، لا تر اوسه زموږ د هېواد د کرنیزو تولیداتو نقشه معیاري شوې نه ده. هغه زیاته کړه، د کرنیزو تولیداتو د دقیقو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د اتحادیو جوړول ضروري دي او باید د تولیدوونکو، پروسس کوونکو او صادروونکو اتحادیې جوړې شي.
د هېواد جمهور ريیس وویل، په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان حکومت په دوامداره هڅو وکولای شول په سیمه او نړۍ کې د افغانستان کرنیزو تولیداتو ته نوي بازارونه پیدا کړي او د صادراتو د پراختیا او وضعیت لپاره اړتیا ده چې خپله د صادراتو نقشه هم جوړه کړو.
د هېواد جمهور ريیس د افغانستان د صادراتو د بدنامولو په موخه د سيالانو هڅو ته په اشارې وویل، د تولیداتو او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په برخه کې زموږ پرمختګونه له منفي سیالیو سره هم مخامخ دي، زموږ سوداګرو ځینې وخت د داسې افرادو او ډلو په اړه هم راپورونه ورکړي چې هڅه کوي زموږ صادراتو ته زیان ورسوي، په دې اړه باید ټول او په ځانګړي ډول امنیتي بنسټونه، ګمرکونه او بندرونه په کنټرول او د صادراتو د چک په پروسو کې لازم دقت او احتیاط وکړي. 
محمد اشرف غني وویل، د افغانستان د جمهوررئیس په توګه یې تل د هېواد کرنیزو محصولاتو ته نوي نړیوال بازارونه پیدا کړي دي، لکه خلیج، سعودي عربستان او امارات چې د افغانستان زعفران اخلي.پاىفضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته