ټولنه

د کابل ښاريانو ستونزې د کابل ښاروالۍ له سرپرست سره طرحه شوې

کابل باختردتلې د مياشتې ٢٢ نيټه  :
د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلم يار په مشرۍ د دغې جرګې د رييسانو د کمېټې په فوق العاده غونډه کې د کابل ښار د اوسېدونکو سيمه ييزې ستونزې د کابل ښاروالۍ سرپرست سره طرحه شوې.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په غونډه کې د مواصلاتو او مخابراتو، معلولينو او عامه هوساينې د کمېسيونونو ریيسانو او يو شمېر سناتورانو اړوندو کمېسيونونو ته د کابل ښاروالۍ د سرپرست د نه ګډون، د پدوله ښارګوټي اود يادې پروژې د بنسټيزو خدمتونو د عملي کار د نه پيل ، يو شمېر ښاريانو ته د کابل ښار د ناحيو د کارکوونکو له خوا د مزاحمتونو رامنځته کول چې خپل پخواني کورونه يې ړنګ کړي او نوي کورونه جوړوي، د کارته نو سړک غير معياري والی، د البرز او ګلوبل استوګنې ښارګوټو د ستونزو د نه حل، ښار کې بي حده ترافيکي ګڼه ګوڼه، د کارتې آريانا- کارته سخي سړک د عملي کار د ځنډ د علت او د ځينو نورو مواردو په اړه یی خپلې يو لړ پوښتنې د کابل ښاروالۍ له سرپرست نه وپوښتلی.
ورپسې د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبيب زي د خبرو په ترڅ کې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسيون غونډو ته د خپل نه حضور علت د کار زياتوالي په ډاګه کړاو ډاډ يې ورکړ چې د کمېسيون په راتلونکیو غونډو کې به په خپله حاضرشی اوهم به د کابل ښاروالۍ ټولو مسئولانو ته ووایی تر څو د کمېسيونونو په غونډو کې ګډون او د مشرانو جرګې د غړو پوښتنو ته ځوابونه وړاندي کړي.
ده همدا راز د پدوله ښارګوټي په اړه وويل چې د دغې پروژې تخنيکي او بنسټيزي چارې پيل شوي او د ښارګوټي د عمومي سړک د استملاک ستونزې د حل له پاره هڅې روانې دی او هيله يې څرګنده کړه چې د مشرانو جرګه دې په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
ده زیاته کړه ، د کابل ښاروالۍ يو شمېر هغه کارکوونکې چې د قانون خلاف د استوګنې کورونو د رغاونې په برخه کې خلکو ته خنډونه راپورته کوي، تر پوښتنې لاندي به ونيول شي.
نوموړي په داسي حال کې چی د ترافيکي ګڼې ګوڼې د ستونزو د حل په موخه د دغې ادارې د تدابيرو په اړه معلومات وړاندي کول، د استملاک موضوع يې د سړکونو د رغاونې پر  وړاندې له عمده ستونزو وبلله او ويې ویل  د کارته نو سړک عملي کار او د کارتي آريانا_ او کارته سخي او د نورو سړکونو پاتې کارونه جريان لري او ډاډ يې ورکړ چې د البرز او ګلوبل استوګنې ښارګوټو ستونزو ته به درسيدګي په موخه هڅی وکړي.
د غونډې په پاي کې د مشرانو جرګې رئيس فضل هادی مسلم یار څرګنده کړه چې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسيون دی مهمې موضوعګاني راټولي کړي او په مياشت کی دی یو وار د کابل ښاروال سره مطرح کړي او د اړتيا په صورت کې دي د يادې ادارې اړونده مسئولين د کمېسيونونو غونډو ته راوبلل شي.
د مجلس رئيس د پدوله ښارګوټي د عملي کار د بهير په چټکتيا او په دي برخه کې د خنډونو په ليري کولو دټينګار ترڅنگ په ډاگه کړه چې د کابل ښاروالۍ سرپرست دي د متحد المال مکتوب په ترڅ کې ټولو ناحيو ته لارښوونه وکړي تر څو يو شمېر هغو هېوادوالو ته چې د دي ادارې د شرايطو او مجوز سره سم خپل کورونه په قانوني توګه رغاوي، مزاحمت ونه کړي، خو هغه کسان چې خلاف عمل ترسره کوي د څېړنې په موخه دې د ښاروالۍ مشرتابه سره شريک کړي او د امکان تر بريده دي د البرز او ګلوبل ښارګوټو ستونزو ته رسيدګي وشي چې د مجلس غړي به د دي بنسټ دقانوني کارونو اوټولګټو پروژو برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.#
پاى_ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته