-کابل باختر د وږي نهه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د دوبۍ د حاکم شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د زوی شیخ راشد د وفات له امله د خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوي.
جمهور رئیس غني د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د دوبۍ حاکم شیخ محمد بن راشد آل مکتوم، د عربي متحده اماراتو حکومت او خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني متوفی ته د لوی خدای له دربار څخه د فردوس جنت او پاتې کسانو ته یې د جمیل صبر هیله کوي.