
کابل، د وږي ۲ مه، باختر
د شبرغان د برېښنا مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې پرون د شل کیلو ولته برېښنا لومړنۍ شبکه پرانیستل شوه.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د جوزجان د والي داملا شعیب رسالت او د دغه ولایت د دولتي بنسټونو یو شمېر مسوولینو په ګډون جوړه شوه د جوزجان د برېښنا شرکت رییس مولوي عبدالجلیل راسخ وویل چې د ښو خدمتونو د وړاندې کولو او د برېښنا بهیر د بندېدو د مخنیوي لپاره دغه شبکه له شپږ کیلو ولټه برېښنا څخه شل کیلو ولټه برېښنا ته لوړ کړای شو.
هغه زیاته کړه چې په دې شبکه کې د ۳۵۷۳ کیلو ولټ امپیر په ظرفیت ۲۸ ترانسفارمرونه درول شوي، چې نږدې څلور ميلیونه افغانۍ لګښت درلود.
د جوزجان برېښنا شرکت عملیاتي مرستیال انجنیر عبدالواسع هاشمي وویل چې دغه اداره هلې ځلې کوي چې دغه بهیر د برېښنا رسونې د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په مقصد پراخ کړي.
هغه وویل، چې د دغې شبکې د کار په بشپړېدو سره ۱۸۶۴ کورونه، یو شمېر فابریکې او پوځي قطعاتو ته ۲۴ ساعته برېښنا تامین شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د جوزجان والي داملا شعیب رسالت د جوزجان برېښنا شرکت د رییس او کارکوونکو د ښو خدمتونو په ویاړ د جوزجان برېښنا شرکت رییس مولوي عبدالجلیل راسخ ته د ستاینلیک په ورکولو سره قدرداني وکړه.
ج