فرهنګ

په ننګرهارکې د انعکاس خصوصي راډیو ټلویزیون مشر وتښتول شو

جلال اباد باختر د لیندۍ ۱۴ مه
د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار په زړه کې نامعلومو وسله والو د انعکاس راډیو ټلویزیون مشر انجنیر زلمی له خپل موټر څخه تښتولی او موټر چلوونکى یې په ډزو سره وژلى دى.
د انعکاس راډیو ټلویزیون مشر تېر ماښام د جلال اباد ښار د مستوفیت څلور لارې  ته څېرمه په داسې حال کې وتښتول شو چې په  موټر کې د خپل کور په لور روان و.
د ننګرهار د والي  ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته دپېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې امنیتي مسوولینو د پېښې په اړه جدي هڅې پیل کړې دي.
«انعکاس-اف.ام» خصوصي، آزاده او ناپېیلې راډیو ده چې د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښارکې له ۱۳۹۰ لمریزکال د غبرگولی له ۶ راهیسې فعالیت او نشرات کوي.
دغه راډیو پنځه ولایتونه ( ننګرهار، کونړ، لغمان، خوست ، پکتیا او د کوزې پښتونخوا قبایلي سیمې) ترخپل پوښښ لاندې لري چې په دې وروستیو کې یې ټلویزون هم په نشراتو پیل کړی دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته