فرهنګ

د مولانا جلال الدین محمد بلخي د موضوع اړوند تر رسمي اعلامیې وروسته، د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني نظر:

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٢ :
د مولانا جلال الدین محمد بلخي د موضوع اړوند تر رسمي اعلامیې وروسته، د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني نظر:
بسم الله الرحمن الرحیم
د څو ورځو راهیسي، د هیواد په مطبوعاتو او د منورینو او ادیبانو په خصوصي محفلونو کي د مولاناجلال الدین بلخي، یا مولانای روم، د مثنوي او د ایران او ترکیې له خوا په دغه لوی ادبي شهکار د بین المللي دعوې کولو او د خپل فرهنګي میراث بللو خبره توده ده. په داسي حال کي چي په کال ۶۰۴ هجري قمري یا ۱۲۰۷ میلادي کال او یا شاوخوا کلونو کي په بلخ کي د مولانا جلال الدین بلخي د زېږیدلو په اړه هیڅ مورخ او هیڅ کتاب اختلاف نه دی ښودلی؛ او مولانا له همدغه ښار څخه، د خپل پلار مولانا محمد بن حسین خطیبي سره، چي په بهاءالدین ولد مشهور وو، او د علاءالدین محمد خوارزمشاه له استبدادي رژیم سره یې ګوزاره نه سوه کولای، له بلخ څخه د فارس له لاري د اوسنۍ ترکیې د قونیې ښارته مهاجرت وکړ. د باقي پاته عمر زیاتره برخه یې په قونیه کي تېره کړه او د عمر ترپایه پوري په همدغه ښار کي په تدریس، لیکنو او خپلي خاصي تصوفي طریقې ته، چي وروسته په مولویه مشهوره سوه، د خلکو په رابللو او هدایت کولو لګیاوو.
اوس نو که چیري ترکیه، چي مولانا خپل ټول د پوهي او منوریت عمر هلته تېر کړی دی، په مثنوي، د فرهنګي میراث دعوه کوي خو موږ به له هغوی سره خپله دعوه او حساب لرو؛ خو داچي ایران په دې دعوه کي شاملېږي دا خبره ځکه بېخي د اورېدلو او منلو نه ده چي مولانا له ایران سره په هیڅ توګه اړه نه لري.
البته د ایران لپاره د افغانستان په فرهنګي میراثونو دعوه کول څه نوې خبره نه ده. هغوی هر وخت ابوریحان البیروني، پیرهرات خواجه عبدالله انصاري، دقیقي بلخي، عنصري بلخي، خاقاني، حکیم سنايي غزنوي، بهزاد او په لس هاوو نور زموږ د خاوري افتخارات د ځان بللي دي. په داسي حال کي چي زموږ د فرهنګي میراث دغو افتخاراتو یوازي په دري ژبه لیکني کړي او اشعار ویلي دي. که خبره داسي وي نو بیا به د ماوراءالنهر څخه نیولې تر ډهلي او بنګال پوري ټول منظوم او منثور آثار، چي په دري ژبه لیکل سوي دي، ایراني فرهنګ ته منسوب سي. شیخ نظام الدین اولیا، شیخ فریدالدین شکرګنج، امیرخسرو دهلوي، بدایوني، شیخ ابولفضل، بېدل او په سل هاوو او زرهاوو دري ژبي شاعران به دایران فرهنګي میراث بولو.
موږ د اېران دې اقدام او دعوې ته پر خپل فرهنګي حریم باندي د څرګند تېري په سترګه ګورو او څوک چي د هغوی دا اقدام په یوه او بل ډول تاییدوي هغوی اېرانی دریځ لري. موږ له ایران سره د ښه ګاونډیتوب او مثبتو فرهنګي همکاریو غوښتونکي یو خو دوه وروڼه حساب ترمنځ. موږ هیڅ وخت د ایران او یا بل کوم هیواد په فرهنګي میراثونو دعوه نه ده کړې؛ او چاته هم اجازه نه ورکوو چي د ورورۍ، خپلوۍ او ګاونډیتوب په پلمه زموږ په فرهنګي میراثونو دعوه وکړي. موږ ته خپل فرهنګي میراثونه د نورو ملي نوامیسو په څیرارزښت لري. موږ د ایران او ایرانیانو د پرله پسې ادعاوو پر خلاف له هغوی سره ګډه ژبه، ګډ فرهنګ او ګډ مذهب نه لرو بلکه په هر څه کي توپیر ور سره لرو او هرڅه مو افغاني رنګ لري. موږ له ایران سر یوازي د ګاونډیتوب اړیکي لرو او هیله مو داده چي ښه ګاونډیتوب ته، چي د دواړو هیوادونو د اولسونو په ګټه دی، دوام ورکړو.
پرځای ګڼم چي یوځل بیا د یونیسکو لپاره د افغانستان پر استازولۍ ټینګار وکړم. موږ که د ښوونیزو، علمي او کلتوري چارو لپاره د یونیسکو د مرکزي دفتر سره د اړیکو، ځانګړی او مسئول آدرس ونه لرو، نورو هیوادونو ته زموږ د افتخاراتو د منسوبېدلو، په یادو چارو کي د نورو هیوادونو څخه د شاته پاته کېدلو او همکاریو د کمزورتیا د ګواښونو سره به مخامخ یو. موږ پخوا هم د یونیسکولپاره د افغانستان د استازولۍ د کار دوام غوښتی، اوس هم اړتیا ته په کتو دا خبره کوو او هیله لرو چي دغه آدرس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند او بیرته ایجاد سي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته