خبرونهټولنه

په پکتیکا کې زلزله ځپلو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

 کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر

د پکتیکا یو شمېر هټیوالو او ښاریانو د وروستۍ زلزلې ځپلو له کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د راپورونو له مخې، د پکتيکا د هټيوالو اتحاديې او د يحيى خېلو ولسوالۍ اوسېدونکو د پکتیکا او خوست ولایت له زلزله ځپلو کورنیو سره  د ۱ میلوینو ۳ سوه زره پاکستانۍ کلدارو مرسته وکړه.

د پکتيکا د هټيوالو د اتحاديې مسووول حاجي اکبر باختر آژانس ته وويل چې دوى هڅه کوي، چې له زلزله ځپلو سره زياتې مرستې برابرې کړي.

په پکتیکا او خوست کې وروستۍ زلزلې تر زرو زیات کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.

له دې پېښې وروسته د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه ټولو خيرغوښتونکو خلکو له قربانیانو سره مرستې وکړې او دا لړۍ دوام لري.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته