امنیت

په پکتيا کې چاودنې دوه سيمه ييز پوليسان ټپيان کړل

ګرديزباخترد چنګاښ ٣٠ مه
څو شېبې وړاندې د پکتيا د مرکز ګرديز ښار د پوهنتون او حوزوي روغتون ترمنځ سيمه کې چاودنه شوې.
چارواکي وايي چې ياده پېښه د سيمه ييزو پوليسو پر موټر پورې د نښلول شوي ماين د چاودنې له امله رامنځته شوې.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې په چاودنه کې دوه سيمه ييز پوليسان ټپيان شوي دي.
خو عيني شاهدان وايي چې، په چاودنه کې زيات شمېر زده کړيالان او د روغتون کارکوونکي هم ټپيان شوي دي.
لومړني معلومات.پاىوصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته