سیاست

جمهور رئیس غني: د افغانستان سوداګرواوپانګه والو تل په سختو شرایطو کې له خلکو سره مرستې کړې دي

کابل باخترد تلي څوارلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن ماسپښین د هېواد له یو شمېر ملي سوداګرو او پانګه والو سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې د جمهور رئیس اقتصادي سلاکار حضرت عمر زاخېلوال هم حضور درلود، د افغانستان د سوداګرۍ دخونې مرستیال  د سوداګرو په استازیتوب خبرې وکړې. په هېواد کې د سوداګرۍ د وضعیت په هکله یې جمهور رئیس ته خپل پيشنهادونه او نظریات وړاندې کړل.
جمهور رئیس محمداشرف غني د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته په هېواد کې د تجارتي مسایلو ته په اشارې وویل، د افغانستان سوداګر او پانګه وال د ملي یووالي ممثل دي او د ملي اقتصاد او هوساینې په وده کې مهمه ونډه لري.
د هېواد جمهور رئیس د کندز له خلکو سره د سوداګرو او خصوصي سکتور  مرستې وستایلې او زیاته یې کړه، ملي سوداګرو تل په سختو شرایطو کې د وطندوستي د حس پر بنسټ له خلکو سره مرستې کړې دي او خپله دیني او ملي دنده یې ترسره کړې ده.
جمهور رئیس غني د هوایي ډګرونو په هکله وویل، حکومت لازم تدابیر په پام کې لري، چې د  سوداګري وضعه ښه شي او د هوایي ډګرونو له لارې د سوداګریزو مالونو په لېږد کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.  هغه زیاته کړه، چې دا تدبیرونه کېدای شي په راتلونکي کې د پانګونې وضعیت ښه کړي.
جمهور رئیس  د هرات د سلما بند په هکله وویل، دا بند ۶۰ ملیونه متر مکعب اوبه زېرمه کوي، چې د ځمکو د خړوبولو تر څنګ بزګرو ته د کار زمینې هم برابروي. هغه زیاته کړه، چې د هرات او بلخ ولایتونه په راتلونکي کې د اورګاډي کرښې په دو سیستمونو نښلول کيږي چې ښایي د سوداګري د وضعیت په ښه والي کې مهم رول ولري.
جمهور رئیس د دې کتنې په پای کې وویل، د خصوصي سکتور له هرې برخې سره جلا جلا ګورم او راتلونکې اونۍ به لویه اقتصادي غونډه جوړه شي، تر څو خلک د سوداګرۍ په وضعیت خبر شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته