خبرونهټولنه

په کاپیسا کې د اوبو رسولو ۴ شبکې د ترمیم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د لېندۍ ۲۸مه، باختر

د کاپیسا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین د دغه ولایت په  کوهستان ولسوالیو کې د اوبو رسولو ۴ شبکو د بشپړېدو خبر ورکوي.

د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې  د یونیسف په مالي ملاتړ د یاد ولایت په حصه اول او حصه دوم کوهستان ولسوالیو کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د  ۴ شبکو د ترمیم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د مسوولینو په خبره، په یادو شبکو د ۵۰، ۶۰، ۳۵ او ۱۰ متر مکعب په وړتیاوو د اوبو ذخیرې، د ۱۰۴سولر تختو نښلول او د ۲۲۴۰ مترو په اوږدوالي پایپ غځول شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د یادو شبکو په بشپړېدو سره د دغو ولسوالیو ۱۶۵۰ کورنیو، د یو  ښوونځي زده کوونکو او دوه  مدرسو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته