امنیت

دکورنيو چارو وزارت دوګړو داحوالو دثبت دلوى رياست خبرتيا .

کابل باختر د سلواغۍ لسمه :
دکورنيو چارو وزارت دوګړو  داحوالو دثبت دلوى رياست خبرتيا .
  دوګړو  داحوالو دثبت او دبهرنيانو دچارو دڅيړنې رياست داداري بهير داسانه کولو او داسانتياو دبرابرولو او دښو خدمتونو دوړاندې کولو په موخه غوښتوونکو ته خبر ورکوي چې له دې وروسته دخپل تابعيت دتذکرو دتاييدولو لپاره دوګړو داحوالودثبت لوى رياست ته دعريضې په وړاندې کولو مکلف   نه دي يواځې دتذکري فوتوکاپي  دې له  څلورو  نويو عکسونو په لګولو او دتذکرې له اصل سره دوګړو داحوالو دثبت اوبهرنيانو دچارود څيړنې دلوى رياست څلور ګونو حوزو ته وړاندې کړي چې دغوښتوونکو دتذکرو تاييدي چارې په ډير لنډ ممکن وخت کې ترسره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته