سیاست

قانونپوه سروردانش : پوهنې او لوړو زده کړو ته پاملرنه په نورو برخو کې دپرمختګ زمينه برابروي .

-کابل باختر د کب  اتلسمه :
دپکتيا ،  پکتيکا او دخوست دولايتونويوشمير مشرانو او مخورو نن  دجمهور رييس  له مرستيال  قانونپوه سروردانش سره وکتل  او داړوندوسيمو داوسيدونکو  غوښتنې يې  له ده سره  شريکې کړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دې کتنه کې چې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين  هم برخه لرله ، دکتنې برخه والو  دافغانستان دخلکو دجهاد او مقاومت په دوران کې  داړوندو ولايتونو دخلکو  دريځ ته په اشارې سره  دسولې دخبرو په لاره کې  دهڅو په باب دحکومت له اقدام سره  خپل ملاتړ اعلام کړ  او هيله يې وکړه  چې دغه  هلې ځلې ګټورې  وي  او په هېواد کې  ديوه  سوله ئيز  اوخوندي  ژوندانه زمينه برابره شي .
دپکتيا ، پکتيکا اودخوست دولايتونو  مشرانو دملي وحدت له حکومت سره  دملاتړ په اعلامولو او دافغانستان  دورونو قومونو ترمنځ ديو والي او پيوستون  په  ټينګښت باندې  په ټينګار سره ددولتي ادارو په جوړښت کې  ددغو ولايتونو دخلکو  دمشارکت  په تامينولو باندې ټينګار وکړ او له حکومت څخه يې وغوښتل  چې  دسړکونو، ښوونځيو او دروغتيايي خدمتونو دجوړولو  لپاره  داړوندو ولايتونو دخلکو  دستونزو دڅيړنې په لاره کې  عملي اقدام وکړي .
وروسته دجمهور رييس مرستيال قانونپوه سروردانش  دپکتيا ، خوست او دپکتيکا دولايتونو  دغوښتنو او مطالباتو دتعقيبولو په لاره کې  ددغو ولايتونو  دبيلابيلو سيمو دمشرانو دهڅو او هاند له امله قدداني  وکړه او ويې ويل :  چې  لويه پکتيا  دافغانستان يوه مهمه سيمه او خلک يې هم  زيارکښ  او ازادي غوښتونکي دي  چې دهېواد دپولوپه دفاع کې يې  ستر رول لوبولي دى.
  قانونپوه دانش  دې ته په اشارې سره چې په هېواد کې  دستونزو يوه برخه عمومي ده خو پوهنې او لوړو زده کړو ته  دځينو سيمو دخلکوپه کمې  پاملرنې  په تيره بيا په ښوونځيو اوپه اکادميکي مرکزونوکې  دنجونو شتون ته  په نه پاملرنې  انتقاد وکړ او ويې ويل پوهنې او لوړو زده کړو ته  ددولت اوملت جدي پاملرنه  په نورو برخو کې  دپرمختګ تګلورى  بلل کيږي .
  دجمهور رييس مرستيال  دکتنې دبرخه والو دغوښتنو په ځواب کې وويل :چې دى هلې ځلې کوي  چې له اړوندو لارو دسړکونو دجوړولو او دنورو لومړيتوبونو په لاره کې  ددوى غوښتنې  وڅيړل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته