ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې درې تنه ووژل شول

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٨ :
د هرات _ ادرسکن په لويه لاره کې پرون د يوې ترافيکي پيښې له امله درې تنه   ووژل شول .
د دغې پيښې په وژل شويوکسانوکې يو اووه کلن ماشوم يو کابو٤٠ کلن سړى  او يو ٧٥ کلن بوډا شامل دي.
د هرات د ترافيکو يوه خبرځاى وويل چې دغه پيښه د دوو موټرو د ټکر زيږنده ده.
د هرات د مرکزي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي د باختر آژانس خبريال ته وويل  چې له دغې پيښې څخه درې مړي روغتون ته ليږدول شوي دي.
شيرزي زياته کړه چې په تيرو ٢٤ ساعتوکې  ٢٨ تنه نورهم په ترافيکي پيښوکې ټپيان شوي دي او  همدا اوس تر درملنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته