نړۍ

په ترکېه کې داټومي خبرو ددوام لپاره دصالحي پيشنهاد

دايران داسلامي  جمهوريت دبهرنيو چارو وزير  ترکېې ته په خپل سفر کې  وړانديز وکړ چې په دغه هيواد کې اټومي خبري له سره پيل شي  .

پخوا  کاترين شتون داټومي خبرو دوام داکتوبر دمياشتي دخپل ليک په ځواب کې دايران   په ځواب  پوري مشروط بللي و .

دايران دبهرنيو چارو وزيرعلي اکبرصالحي ترکېې ته په خپل سفرکې داټومي خبرو دپيل کېدو لپاره دايران دتياري خبره وکړه.

دصالحي دڅرگندونوله مخې  دغه خبري کېداى شي  په استانبول او يا کوم بل ځاى کې ترسره شي .

ده ټينګار وکړ  چې داټومي خبرو دترسره کولو دوخت  اوځاى په باب سلامشوري دوام لري. .

علي اکبرصالحي دترکېې دبهرنيو چارو له وزيرسره دکتنې په بهيرکې په ترکېه کې دناټو دتوغندي ددفاع   ډال دځاى پرځاى کولو په باب دايران دباور په باب  له ترکېې مقاماتوسره خبري وکړي .

ددغه سيستم دځاى پرځاى کولو لپاره دانقرې موافقه دايران او ترکېې ترمنځ واټن رامنځته کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته