ټولنه

په ترافيکې پيښه کې پنځه تنه پوليسان و وژل شول.

هرات – باختر دمرغومې پنځمه :
په هرات ولايت کې په يوه ترافيکې  پيښه کې پنځه تنه پوليسان و وژل شول او دوه تنه نوريې  ټپيان شول.
دلويديځ زون دپوليسو ويندوى سمونوال عبدالروف احمد باختر آژانس ته وويل :- دغه پيښه نن له غرمې مخکې دهرات – اسلام قلعه په لاره کې رامنځته شوه.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې ديوټيلري موټر سره دغه پيښه دچټک غبرګون دقوماندانۍ دقطعې دپوليسو ديو رنجر موټر دټکر له امله رامنځته شوه چې له امله يې  پنځه تنه پوليسان و وژل شول او دوه تنه  نوريې ټپيان شول.
ده دپيښې علت دچلوونکى ګړنديتوب او بي احتياطي وبلله او وې ويل دپيښې په اړوند تراوسه پورې څوک نه دى نيول شوي په دې باب څيړنې پيل شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته