
کابل، د وږي ۲۳مه، باختر
د بلخ والي حاجي محمد یوسف وفا په شمال زون کې د روسیې هېواد له جنرال کونسل الیکسي پریوزریوف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ډیپلوماټیکي اړیکو، سوداګرۍ او اقتصاد د پرمختګ اړوند بحث او خبرې وشوې.
په پيل کې الیکسي پریوزریوف د بلخ والي څخه ځانګړې مننه وکړه، چې په بلخ کې یې د کونسلګرۍ امنیت په بشپړه توګه خوندي کړی او کونسلګرۍ هره ورځ خپلي چارې په ښه ډول مخته وړي.
پریوزریوف په خپلو خبرو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د دوستانه اړیکو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې اړتیا ترڅو د دواړو هېوادونو اړیکي لا پياوړي شي.
نوموړي د بلخ والي ته ډاډ ور کړ، چې روسیه د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده او له اسلامي امارت سره به هر راز همکاریو ته دوام ورکړي.
هغه د کونسلګرۍ د فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل او ویې ویل، چې کونسلګرۍ یې د پخوا په پرتله په وېزو کې ډېرښت او آسانتیاوې رامنځته کړي او لا هم هڅه کوي، ترڅو آسانتیاوې ډېرې کړي.
پریوزریوف د اسلامي امارت په راتګ سره د بشپړ امنیت خوندي کېدو او د فساد پر وړاندې د اسلامي امارت د ټولو مسوولینو د کلکې مبارزې ستاینه وکړه او ويې ویل؛ چي نړیوال د افغانستان په مثبت انځور نه پوهېږي، ځکه دوی بهر مېشت دي، په هيڅ نه دي خبر، موږ د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو او د افغانستان مثبت انځور به نړۍ ته رسوو.
ورته مهال بلخ والي حاجي محمد یوسف وفا شمال زون کي د روسیې هېواد کونسل ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې افغانستان او روسیه په خپلو منځونو کې د سوداګرۍ په برخه کې ډېرې مثبتې اړیکې لري، چې په خبره یې؛ اړتیا ترڅو دغه اړیکې لا پياوړې او ښې شي.
د بلخ والي د خپلو خبرو په دوام وویل، چې موږ او تاسې باید د اړیکو سمون ته هر وخت پوره پاملرنه ولرو. نوموړي د روسیې کونسل ته ډاډ ورکړ، چې ولایتي اداره به په ټولو چارو کې ورسره همکاره وي او هم د دوی امنیت ټینګښت ته شپه او ورځ پاملرنه لري.
د روسیې کونسلګري باید عامو خلکو او سوداګرو ته د ویزو په برخه کې نورې اسانتیاوي هم برابرې کړي.