امنیت

دميدان وردګودپوليسوله روزنيز مرکز څخه ٢٦٦ تنه ساتنمنان اوسرتيري فارغ شول

کابل باختردزمري څليرويشتمه :
دميدان وردګو ولايت دملي پوليسو له روزنيز مرکز څخه ٢٦٦ تنه سرتيرو او ساتنمنانو د روزنيزې دورې  له بشپړولو وروسته دفراغت سندونه ترلاسه کړل.
دباخترآژانس دخبر له مخې:  په هغې غونډه کې چې له همدې امله په دغه مرکز کې جوړه شوې وه؛ دکورنيو چارو وزارت دښوونې او روزنې لوى قوماندان پاسوال  معشوق الله سيلاب خبرې وکړې او فارغان يې خلکو او هيوادته دخدمت په لاره کې خپلو دندو اومسووليتونو ته ځير کړل .
وروسته دميدان وردګو ولايت دملي پوليسو د روزنيزمرکز قوماندان سمونوال  جلال الدين رګبار خبرې وکړې  او ويې ويل: تراوسه پورې له دغه روزنيز مرکز څخه لس زره او شلو تنو ځواکونو له مسلکي او پوځي زده کړو وروسته فارغ شوي دي او دپوليسو په ليکو کې خدمت ته ګومارل شوي دي .
دغونډې په پاى کې دکورنيو چارو وزارت دښوونې او روزنې دلوى قوماندان او نورو چارواکو له خوا په فارغانو تصديق ليکونه او ستاين ليکونه وويشل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته